Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 99 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 99 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ ۗ انْظُرُوا إِلَىٰ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكُمْ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 99
ترجمه:
او دى همغه ذات دى چې له اسمان نه يې اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په هغو سره د هر شي زرغونه راوښكلې ده، بیا مونږ له هغې (زرغونې) څخه شینكى راوښكلى دى، چې له دې (شینكي) نه مونږ پر يو بل سَورې دانې راوباسو او له كجورې څخه د هغې له كڅوړو نه نژدې وږي، او د انګورو باغونه او زیتون او انار چې له یو بل سره (څه) مشابه وي او (څه) مشابه نه وي، تاسو د هغې مېوې ته وګورئ كله چې مېوه ونیسي او د هغې پخوالي ته، بېشكه په دې كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان لري الانعام ۶:۹۹
تفسیر:
او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی هغه چې رالیږلی یې دي د اسمان د طرف نه اوبه چې هغه د باران اوبه دي، نو مونږ را زرغون کړي په دې سره هر قسم د بوټو نه، نو مونږ را ایستلی د بوټو نه نیالګي او شنې ونې، راوباسو مونږ د دې نه دانې داسې چې سورې وي بعضو د دوی نه په بعضو نورو لکه څرنګه چې په وږو کې وي، او د کجورو د کڅوړو نه راوځې غونچکونه چې نیزدې وي وررسیږي هغه ته ولاړ او ناست، او را ایستلي مونږ باغونه د انګورو، او را ایستلي مونږ خونه او انار لره یوشان په پاڼو کې، او مختلف دي میوې د دې دواړو، وګورئ -ای خلکو- میوو د دې ته اول چې کله راښکاره شي، او ورته وګورئ کله چې پخې شي، یقینا په دغو کې -ای خلکو- ستاسو لپاره ښکاره دلیلونه دي د الله تعالی په قدرت باندې د هغه لپاره چې په الله تعالی ایمان لري، نو خاص هم دوی هغه کسان دي چې د دې دلیلونو او معجزو نه فایده اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 98 راتلونکې الانعام • آیت 100