Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 10 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ ۚ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 10
ترجمه:
د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى یونس ۱۰:۱۰
تفسیر:
د هغوی بلنه (وينا) به په جنت کې د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانول وي، د الله لخوا هرکلی، د پرېښتو هرکلی او د هغوی يو بل ته هرکلی: به سلام ويل وي، د بلنې پای به يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي الله ستاينه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 9 راتلونکې یونس • آیت 11