Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 9 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ ۖ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ 9
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي یونس ۱۰:۹
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان رواړی او ښه کارونه يې کړي دي الله به يې د ايمان له امله د هغوی داسې ښه کار ته لارښوونه وکړي چې د هغه خوښۍ ته رسوونکی وي، بيا به د قيامت په ورځ الله هغوی د تلپاتې نعمتونو جنتونو ته ننباسي، چې لاندې به ترې نهرونه بهيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 8 راتلونکې یونس • آیت 10