او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله په هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي یونس ۱۰:۱۸ ⧉
تفسیر:
مشرکان له الله پرته د ګمان کړل شويو معبودانو عبادت کوي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، پر حقه معبود چې کله وغواړي ګټه او تاوان رسولی شي، هغوی د خپلو معبودانو په اړه وايي: دغه زموږ لپاره منځګړي دي د الله په وړاندې زموږ سپارښتنه کوي؛ نو هغه زموږ پرګناهونو سزا نه راکوي، ورته ووايه: ای رسوله! آيا تاسو ښه پوه الله ته د هغه د شريک په اړه خبر ورکوئ، حال دا چې هغه خپل ځان لره په آسمانونو او ځمکه کې کوم شريک نه پېژني، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه باطل او دراوغو څخه چې مشرکان يې وايي.