Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 19 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 19
ترجمه:
او خلق نه وو مګر یو امت، بیا دوى مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي یونس ۱۰:۱۹
تفسیر:
خلک يوازې يو مؤمن موحد امت وو، خو اختلاف يې وکړ؛ نو څوک ترې مؤمن پاتې شو، او چا کفر وکړ، که چېرې د الله دا پرېکړه نه وای تېره شوې چې هغه په دنيا کې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه پرېکړه نه کوي چې اختلاف يې پکښې کړی دی، بلکې د هغوی ترمنځ به په هغو کې د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، که دا نه وی، هرومرو به يې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه په دنيا کې پرېکړه کړې وای چې اختلاف پکې کوي؛ نو په سمه لار روان به له لار ورکي بېل شوی وای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 18 راتلونکې یونس • آیت 20