Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 20 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ 20
ترجمه:
او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نوتاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم یونس ۱۰:۲۰
تفسیر:
مشرکان وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا داسې نښنه نده نازله کړل شوې چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي وي؟ ای رسوله! هغوی ته ووايه: د آيتونو نازلېدل پټ دي يوازې الله پرې پوهيږي، د هغه حسي نښانو انتظار وکړئ چې وړانديز کړې مو دي، زه هم ستاسو سره هغوته له انتظار کوونکو څخه يم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 19 راتلونکې یونس • آیت 21