Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 21 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُمْ مَكْرٌ فِي آيَاتِنَا ۚ قُلِ اللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ 21
ترجمه:
او كله چې مونږ په خلقو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په ایتونو كې مكر كوي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو جلت دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو مكر كوئ یونس ۱۰:۲۱
تفسیر:
او کله چې مشرکانو ته د باران او آبادۍ څخه کومه پېرزوينه وروسته د وچ کالۍ او سختۍ څخه ورسيږي، هغوی سملاسي زموږ په آيتونو ملنډې او مسخرې کوي، ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: الله د تدبير له پلوه بيړه کوونکی، تاسو لره د استدراج او سزا له پلوه تيزي کوونکی دی، بېشکه ساتونکې پرېښتې هغه مکر ليکي چې تاسو يې تدبير نيسئ له هغوی څه نه پاتې کيږي؛ نو د هغوی له پيداکوونکي به څنګه پاتې شي؟ ژر به الله تاسو ته ستاسو پر مکر سزا درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 20 راتلونکې یونس • آیت 22