Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 22 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا كُنْتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ ۙ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هَٰذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ 22
ترجمه:
هم هغه دى چې تاسو په وچه او بحر كې ګرځوي، تر دې چې كله تاسو په كښتیو كې (سواره) شئ، او دا (كښتۍ) له دوى سره په ښې (موافقې) هوا سره روانې شي او په دې سره دوى خوشحاله شي (، نو) په دې (كښتیو) باندې سخت تېز باد راشي او په دې (خلقو) باندې له هر ځایه چپې راشي او دوى یقین وكړي چې بېشكه دوى ګېر كړى شول (بیا) دوى الله بلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین (عبادت) خالص كوونكي وي (او وايي) یقینًا كه چېرې تا مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به هرومرو لازمًا له شكر كوونكو څخه شو یونس ۱۰:۲۲
تفسیر:
ای خلکو! الله هغه ذات دی چې په وچه کې تاسو په خپلو پښو او سپرليو مو بيايي او همغه ذات دی چې په درياب کې په کښتيو کې مو بيايي، تردې چې کله تاسو په درياب کې په کښتيو کې وئ، پر هغوی سمه هوا چليږي، سپاره پر دغې سمه هوا خوشحاله وي، کله چې په همدغې خوشحالۍ کې وي، پر هغوی سخته تيزه هوا راشي، له هر لوري د درياب څپه پرې راشي او زيات ګمان يې راشي چې تباه کېدونکي دي، هغه مهال يوازې الله رابولي، له هغه سره هيڅوک نه شريکوي په داسې حال کې چې وايي: که چېرې دې له دغه تباه کوونکي کړاو څخه وژغورلو، هرومرو به تا لره پر هغې پېرزوينه شکر اېستونکي شو چې پر موږ دې کړې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 21 راتلونکې یونس • آیت 23