Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 23 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا أَنْجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ ۖ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 23
ترجمه:
نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد كوي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو په هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول یونس ۱۰:۲۳
تفسیر:
کله یې چې دعا قبوله کړي او هغوی له دغه کړاو څخه وژعوري، سملاسي د کفر، ګناهونو او سرغړونو په ترسره کولو په ځمکه کې وران کاری کوي، ای خلکو! بيدار شئ، بېشکه ستاسو د بد تيري پايله ستاسو پر خلاف ده، الله ته ستاسو تېری زيان نشي رسولی، د دنيا په ختمېدونکي ژوند کې پر هغې ګټه واخلئ بيا مو موږ ته د قيامت په ورځ راګرځېدل دي؛ نو پر هغو ګناهونو به مو خبر کړو چې کول مو او پر هغو به سزا درکړو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 22 راتلونکې یونس • آیت 24