Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 27 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ مَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۖ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 27
ترجمه:
او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي یونس ۱۰:۲۷
تفسیر:
او هغه کسان چې د کفر او ګناهونو غوندې ناوړه کارونه يې کړي دي هغوی لره يې د ناوړه کار بدله ده چې ترسره کړی يې دی، د هغې جزا په څېر د الله سزا په آخرت کې هم ده، مخونه به يې خوارۍ او رسوايۍ پټ کړي وي، هغوی لره د الله د سزا په وړاندې کوم خنډ نشته کله چې پرې راشي، ګواکې مخونه يې د تورې شپې توروالی اغوستی دی د اور دود او توروالي به داسې زيات پټ کړي وي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي دوزخيان دي تل به پکې اوسېدونکي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 26 راتلونکې یونس • آیت 28