Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 28 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا مَكَانَكُمْ أَنْتُمْ وَشُرَكَاؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَاؤُهُمْ مَا كُنْتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ 28
ترجمه:
او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان په خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه یونس ۱۰:۲۸
تفسیر:
ای رسوله! د قيامت ورځ در په ياد کړه، کله چې موږ ټول خلک را غونډ کړو، بيا هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې په الله شرک کړی وو، ووايو: ای مشرکانو! تاسو او ستاسو هغه معبودان چې له الله پرته مو يې عبادت کولو په خپلو ځايونو کې اوسئ، بيا موږ د معبودانو او د عبادت کوونکو ترمنځ بېلوالی راولو او معبودان له عبادت کوونکو بېزاره شي په داسې حال کې چې وايي: تاسو خو په دنيا کې زموږ عبادت نه کاوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 27 راتلونکې یونس • آیت 29