نو الله ښه كافي ګواه دى زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې، بېشكه شان دا دى چې مونږ ستاسو له عبادته یقینًا ناخبره وو یونس ۱۰:۲۹ ⧉
تفسیر:
هلته به يې هغه معبودان چې هغوی یې له الله پرته عبادت کړی و ترې بېزاره شي وايي به: الله شاهد دی او هغه بسنه کوي چې موږ ستاسو په عبادت خوښ نه وو، نه مو تاسو ته پرې امر کړی و او نه موږ ستاسو عبادت احساس کړی دی.