په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول یونس ۱۰:۳۰ ⧉
تفسیر:
په دغه لوی ځای کې به له هر چا څخه د هغه کار ازموينه اخېستل کيږي چې په دنيا کې يې ترسره کړی دی، مشرکان به خپل هغه حق پالونکي الله ته ور وګرځول شي چې د هغوی حساب يې په لاس کې دی او له هغوی به يې هغه د بوتانو سپارښت ولاړ شي چې له ځانه يې جوړولو.