Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 3 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ 3
ترجمه:
بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ یونس ۱۰:۳
تفسیر:
بېشکه ستاسو پالونکی ای تعجب کوونکو! هغه الله دی چې لوی آسمانونه او پراخه ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړي دي، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو؛ نو څنګه ستاسو له جنسه د يو سړي په لېږلو يې تعجب کوئ؟ هغه يوازې په خپله پراخه پاچاهي کې پرېکړه کوي او اندازه کوي يې، هيڅوک د هغه په وړاندې سپارښتنه نشي کولی مګر سپارښت کوونکي د هغه له اجازې او خوښې وروسته، دغه پر دغو صفتونو یاد هغه الله ستاسو پالونکی دی؛ يوازې هغه ته مو عبادت ځانګړی کړئ، آيا د هغه پر يووالي له دغو ټولو دلايلو او حجتونو پند نه اخلئ؟ چا لره چې لږ پند اخېستل هم و هغه پر دغه پوه شو او ايمان يې پرې راوړ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 2 راتلونکې یونس • آیت 4