Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 4 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ 4
ترجمه:
خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى په انصاف سره بدله وركړي او نېك عملونه يې كړي دي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه یونس ۱۰:۴
تفسیر:
د قيامت په ورځ مو يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، ترڅو مو د کړنو بدله درکړي، الله له خلکو سره داسې رېښتيني ژمنه کړې چې مخالفت يې نه کوي، بېشکه هغه پر دغه ځواکمن دی، د مخلوق را منځته کول پرته له مخکينۍ بېلګې پيلوي، بيا يې له مرګ وروسته راګرځوي، ترڅو هغه پاک ذات په عدل هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی له نېکيو څه نه کموي او نه يې په بديو کې څه ورزياتوي، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر پېغمبرانو يې کفر کړی، هغوی لره د څښاک سختې ګرمې اوبه دي چې کولمې يې پرې کوي، پر الله او پېغمبرانو يې د کفر له امله هغوی لره دردوونکې سزا ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 3 راتلونکې یونس • آیت 5