Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 34 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۚ قُلِ اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ 34
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟ یونس ۱۰:۳۴
تفسیر:
ای رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: آيا ستاسو د هغو شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ څوک شته چې پرته له مخکېنۍ بېلګې يې مخلوق پيداکړی وي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؟ ورته ووايه: الله مخلوق پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکوي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؛ نو څنګه ای مشرکانو له حق څخه باطل ته ورګرځئ؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 33 راتلونکې یونس • آیت 35