Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 35 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ ۚ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لَا يَهِدِّي إِلَّا أَنْ يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ 35
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو په تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟ یونس ۱۰:۳۵
تفسیر:
ای رسوله! ورته ووايه: آيا ستاسو د شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ داسې څوک شته چې حق ته لارښوونه وکړي؟ هغوی ته ووايه: يوازې الله حق ته لارښوونه کوي؛ نو آيا هغه څوک چې د خلکو حق ته لارښوونه کوي او ورته رابولي يې، غوره دی چې پيروي يې وشي يا ستاسو هغه معبودان چې په خپله لارورکي دي خو دا چې بل څوک يې لارښوونه وکړي؟! څه دي تاسو لره څنګه پر باطل پرېکړه کوئ کله چې دا ګومان کوئ چې هغوی له الله سره شريکان دي؟! الله ستاسو له وينا په ډېر لوړوالي لوړ دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 34 راتلونکې یونس • آیت 36