او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى یونس ۱۰:۴۰ ⧉
تفسیر:
له مشرکانو به ځينې پر قرآن مخکې له مړينې يې ايمان راوړي، ځينې به يې د ضد او لويۍ له امله پرې ايمان را نه وړي تردې چې مړه به شي، ای رسوله! ستا پالونکی پر هغو خلکو چې پر خپل کفر ټينګار کوي تر ټولو ډېر پوه دی او ژر به هغوی ته پر کفر يې سزا ورکړي.