Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 41 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقُلْ لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنْتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ 41
ترجمه:
او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ یونس ۱۰:۴۱
تفسیر:
ای پېغمبره که چېرې دې قوم ته درواغجن ګڼلی وې نو ته ورته ووايه: ما لره زما د کړنې بدله ده او زه به د خپلې کړنې پايله زغمم، تاسو لره ستاسو د کړنې بدله ده او پر تاسو يې سزا ده، تاسو د هغه څه له سزا بېزاره ياست چې زه يې کوم او زه د هغه څه له سزا بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 40 راتلونکې یونس • آیت 42