بېشكه الله په خلقو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلق پر خپلو ځانونو ظلم كوي یونس ۱۰:۴۴ ⧉
تفسیر:
بېشکه الله پر خپلو بندګانو له ظلم کولو پاک دی، هغه يوه ذره ظلم هم نه پرې کوي، خو هغوی داسې کسان دي چې د تباهۍ ځايونو ته په ورښکته کولو پر خپلو ځانو ظلم کوي، د باطل، لويۍ او ضد په موخه د تعصب له امله.