Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 45 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَنْ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ 45
ترجمه:
او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو یونس ۱۰:۴۵
تفسیر:
کله چې الله د قيامت په ورځ خلک د خپل حساب لپاره را پاڅوي، داسې به وي ګواکې هغوی د دنيا او برزخ په ژوند کې يې د ورځې يوه ګړۍ تېره کړې ده نه زيات، ځينې به ځينې پکښې وپېژني، بيا به يې پېژندګلوي د قيامت د سختو حالاتو د ليدو له امله ختمه شي، زيان وکړ هغو کسانو چې د قيامت په ورځ له خپل پالونکي سره مخامخ کېدل يې درواغ ګڼل او د بېرته راڅېدو پر ورځ په دنيا کې باور کوونکي نه وو، ترڅو له زيان خوندي شوي وای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 44 راتلونکې یونس • آیت 46