Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 46 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ 46
ترجمه:
او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږه يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي یونس ۱۰:۴۶
تفسیر:
ای رسوله! يا به تاته ستا له مرګ مخکې ځينې هغه سزا در وښيو چې له هغوی سره مو يې ژمنه کړې وه يا به دې مخکې له دې واخلو(مړکړو)، په دغه دواړو حالتونو کې د قيامت په ورځ د هغوی موږ ته راګرځېدل دي، بيا الله لیدونکی دی د هغه څه چې هغوی کول، له هغه څه پټ نه دي او ژر به هغوی ته پر کړنو يې سزا ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 45 راتلونکې یونس • آیت 47