Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 59 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ لَكُمْ مِنْ رِزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِنْهُ حَرَامًا وَحَلَالًا قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ ۖ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ 59
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبرراكړئ! هغه رزق چې الله تاسو لپاره نازل كړى دى، نو تاسو له هغه نه څه حرام او څه حلال ګرځولى دى، ته (ورته) ووایه: ایا الله تاسو ته د دې اجازت (خبر) دركړى دى، یا تاسو په الله پورې دروغ تړئ؟ یونس ۱۰:۵۹
تفسیر:
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ چې الله پر تاسو دروزۍ په نازلولو پېرزوينه کړې ده، خو تاسو د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ پرې عمل وکړ، ځينې مو حرام وګڼل او ځينې مو حلال، هغوی ته ووايه: آيا الله تاسو ته حلال ګرځولي دي د هغه څه حلالول کوم چې تاسو حلال وګڼل او د هغه څه حرامول کوم چې تاسو حرام وګڼل يا تاسو پر هغه درواغ تړئ؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 58 راتلونکې یونس • آیت 60