Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 60 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَمَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ 60
ترجمه:
او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي یونس ۱۰:۶۰
تفسیر:
پر الله درواغ تړونکي څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ به پر هغوی څه راځي؟! آيا هغوی ګومان کوي چې بخښنه به ورته وشي؟! ډېره لرې ده، بېشکه الله پر خلکو د پېرزوينې څښتن دی چې هغوی ته مهلت ورکوي او په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، خو د هغوی ډېری دالله له نعمت څخه نټه کوونکي دي چې پرې کړی يې دی؛ نو شکر يې نه وباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 59 راتلونکې یونس • آیت 61