Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 61 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ ۚ وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِنْ ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ 61
ترجمه:
او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې اونه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي یونس ۱۰:۶۱
تفسیر:
او نه ته له کارونو په کوم کار کې بوخت وې او نه قرآن لولې ای رسوله! او نه تاسو ای مؤمنانو کوم کار ترسره کوئ خو دا چې موږ تاسو وينو پر تاسو پوه يو او آورو مو چې کله په کار پيل کوئ او پکې بېړه کوئ، ستا د پالونکي له پوهې د يوې ذرې په اندازه څه نه په آسمان کې او نه په ځمکه کې پټېدلی شي، نه د ذرې له اندازې کوچنی شی او نه لوی شی شته خو دا چې په هغه څرګند کتاب کې ليکل شوي دي چې نه کوچنۍ خبره او نه لويه خبره پرېږدي مګر شمېري يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 60 راتلونکې یونس • آیت 62