Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 69 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ 69
ترجمه:
ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي یونس ۱۰:۶۹
تفسیر:
ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه کسان چې پر الله درواغ تړي هغه ته د زوی په نسبت کولو سره؛ پر هغه څه به بريالي نشي چې غواړي يې او نه به له هغه څه وژغورل شي چې ترې ډاريږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 68 راتلونکې یونس • آیت 70