Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 68 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 68 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ الْغَنِيُّ ۖ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنْ عِنْدَكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ بِهَٰذَا ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 68
ترجمه:
دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟ یونس ۱۰:۶۸
تفسیر:
له مشرکانو يوې ډلې وويل: الله پرېښتې لوڼې ګرځولې دي، الله د هغوی له وينا پاک دی، هغه پاک ذات له ټولو مخلوقاتو يې بې پروا دی، هغه لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي ده چې په ځمکه کې دي، ای مشرکانو ستاسو سره مو په خپله دغه وينا کوم دليل نشته، آيا پر الله لويه وينا تړئ کله چې هغه ته د زوی نسبت کوئ، پر حقيقت يې نه پوهېږئ پرته له دليله يې وايئ؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 67 راتلونکې یونس • آیت 69