Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 67 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 67 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ 67
ترجمه:
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري یونس ۱۰:۶۷
تفسیر:
هغه يوازې داسې ذات دی ای خلکو! چې تاسو لره يې شپه داسې ګرځولې ده تر څو له خوځښت او ستړيا څخه پکې آرامه شئ، ورځ يې رڼا ګرځولې ده تر څو په هغې د هغه څه کوښښ وکړئ چې تاسو ته مو په ژوند کې ګټه رسوي، بېشکه په دغه کې څرګند دلايل دي د هغه قوم لپاره چې د باور او منلو وړ اورېدل کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 66 راتلونکې یونس • آیت 68