خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي یونس ۱۰:۶۶ ⧉
تفسیر:
خبر اوسئ يوازې الله لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي چې په ځمکه کې دي، د کوم شي پيروي کوي هغه مشرکان چې له الله پرته يې د شريکانو عبادت کوي؟! هغوی په حقيقت کې يوازې د شک پيروي کوي، هغوی الله ته د شريکانو په نسبت کولو کې يوازې درواغ وايي، الله د هغوی له وينا په لوی لوړوالي لوړ دی.