Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 73 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلَائِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۖ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ 73
ترجمه:
پس هغوى د ده تكذیب وكړ، نو مونږ ده ته او هغه چا ته چې له ده سره په بېړۍ كې (سواره) وو، نجات وركړ او مونږ دوى خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړل او هغه كسان مو غرق كړل چا چې زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و، نو ته وګوره د وېرول شویو انجام څنګه و؟ یونس ۱۰:۷۳
تفسیر:
قوم يې هغه درواغجن وګاڼه، هغه يې رېښتينی ونه ګاڼه؛ نو هغه او له مؤمنانو چې څوک په کښتۍ کې ورسره وو ومو ژغورل او له هغوی د مخکينيو لپاره مو ځای ناستي وګرځول او هغه کسان مو تباه کړل چې نښانې او د طوفان دليلونه يې درواغ ګڼلي وو؛ نو ای رسوله فکر وکړه چې د هغه قوم د چارو پايله څنګه وه چې نوح عليه السلام وېرولي وو، خو هغوی ايمان نه و راوړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 72 راتلونکې یونس • آیت 74