Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 74 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ الْمُعْتَدِينَ 74
ترجمه:
بیا مونږ له ده نه بعد خپلو قومونو ته نور رسولان ولېږل، نو هغوى ته يې څرګند دلیلونه راوړل، پس دوى داسې نه وو چې په هغه څه يې ایمان راوړى وى چې له دې نه مخكې يې د هغه تكذیب كړى و، همدارنګه (په دې وجه) مونږ د زیاتي كوونكو په زړونو مهر لګوو یونس ۱۰:۷۴
تفسیر:
بيا څه موده وروسته مو په نوح عليه السلام پسې نور رسولان خپلو قومونو ته يې ولېږل، رسولان يې خپلو امتونو ته له نښانو او دلايلو سره راغلل خو د هغوی د رسولانو په درواغ ګڼلو د خپل پخواني ټينګار له امله يې اراده نه وه چې ايمان راوړي؛ نو الله يې پر زړونو مهر ولګاوه، د دغه مهر غوندې چې د پخوانيو رسولانو د امتونو پر زړونو مو لګولی د هغو کافرانو پر زړونو په هر وخت او هرځای کې مهر لګوو چې د کفر له امله د الله له پولو اوښتونکي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 73 راتلونکې یونس • آیت 75