Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 75 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَىٰ وَهَارُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ 75
ترجمه:
بیا مونږ له دوى نه بعد موسٰی او هارون ولېږل په ښكاره معجزو سره فرعون او د هغه سردارانو ته، نو هغوى تكبر وكړ او دوى مجرمان خلق وو یونس ۱۰:۷۵
تفسیر:
بيا وروسته له څه مودې مو په دغو رسولانو پسې موسی او دهغه ورور هارون د مصر پاچا فرعون او د هغه د قوم لويانو ته ولېږل، هغوی دواړه مو له داسې نښانو سره ولېږل چې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې وې، خو هغوی پر هغه څه له ايمان راوړلو لويي وکړه چې هغوی دواړه ورسره راغلي وو، هغوی ګناهکار قوم وو، پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 74 راتلونکې یونس • آیت 76