Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 90 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ 90
ترجمه:
اومونږه بني اسرائیل له بحر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره د دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو (ډوبېدو) راونیوه، ده وویل: ما ایمان راوړ په دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم یونس ۱۰:۹۰
تفسیر:
د بنواسرائيلو لپاره مو له دريابه تېرېدل آسانه کړل وروسته له چاودلو يې تر دې چې هغوی خوندي ترې تېرشول، فرعون او د هغه لښکرې په ظلم او تيري ورپسې وو، تردې چې درياب پرې راغی، ډوب شو او له ژغورنې ناهيلی شو، ويې ويل: ايمان مې راوړی چې پر حقه معبود نشته مګر هغه ذات چې بني اسرائيلو پرې ايمان راوړی دی او زه هغه لره په پيروۍ له غاړې اېښودونکو څخه يم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 89 راتلونکې یونس • آیت 91