ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې یونس ۱۰:۹۱ ⧉
تفسیر:
آيا اوس ايمان راوړې وروسته له ژونده د ناهيله کېدوڅخه؟! حال دا چې ای فرعونه! تا د سزا له راتلو مخکې له الله سرغړونه کړې ده پر هغه د کفر او د هغه له لارې د راګرځولو له امله او ته له ورانکارو څخه وې د ځان په لارورکۍ کې او د نورو په لارورکولو کې.