پس نن ورځ به مونږ ستا بدن په لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي یونس ۱۰:۹۲ ⧉
تفسیر:
نو نن دې ای فرعونه! له دريابه راباسو، په لوړه زمکه دې ګرځوو ترڅو هغه څوک درڅخه پند واخلي چې له تا وروسته راځي او بېشکه ډېری له خلکو زموږ له حجتونو او زموږ د قدرت له دلايلو بې خبره دي په هغو کې فکر نه کوي.