Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 93 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّىٰ جَاءَهُمُ الْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 93
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه یونس ۱۰:۹۳
تفسیر:
بېشکه بنواسرائيل مو په ستايل شوې سيمه او خوښ کړل شوي ځای؛ د شام په مبارک ښار کې کوز کړل، هغوی ته مو پاکه حلاله روزي ورکړه، د خپل دين په چاره کې يې تر هغه اختلاف نه و کړی تر څو چې هغوی ته قرآن راغی؛ د هغه څه تصديق کوونکی و چې د محمد صلی الله عليه وسلم کوم صفت يې په تورات کې لوستی وو، کله يې چې له دغه څخه نټه وکړه سيمې ترې واخېستل شوې، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د قيامت په ورځ د هغوی تر منځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی پکښې اختلاف کولو؛ نو له هغوی به حق پلوي او باطل پلوي هر يوه ته د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 92 راتلونکې یونس • آیت 94