Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 94 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 94 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


فَإِنْ كُنْتَ فِي شَكٍّ مِمَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ 94
ترجمه:
نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه یونس ۱۰:۹۴
تفسیر:
که چېرې ای رسوله! په شک او حيرانتيا کې وې د هغه قرآن له حقيقته چې تاته مو نازل کړی دی؛ نو له يهودانو چې تورات لولي هغه څوک وپوښته چې ايمان يې راوړی او له نصاراوو چې انجيل لولي، ژر به دې خبر کړي پردې چې کوم څه پر تا نازل کړل شوي هغه حق دي، ځکه هغوی يې په کتابونو کې د هغه صفت مومي، ستا د پالونکي لخوا داسې حق درته راغی چې شک پکې نشته؛ نو ته له شک کوونکو څخه مه کېږه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 93 راتلونکې یونس • آیت 95