Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 1 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 1 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


الر ۚ كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ 1
ترجمه:
الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي هود ۱۱:۱
تفسیر:
الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو.قرآن داسې کتاب دی چې آيتونه يې د نظم او معنی له پلوه محکم کړل شوي دي؛ نو ته کومه خلا او نيمګړتيا پکې نه وينې، بيا د حلال او حرام، امر او نهي، ژمنې او وېرې، کيسو او داسې نورو يادونه پکې بيان کړل شوي دي، د داسې ذات له لوري چې په خپل تدبير او تشريع کې حکيم دی، د خپلو بندګانو پر احوالو او هغه څه ښه خبر دی چې هغوی لره سموونکي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 109 راتلونکې هود • آیت 2