Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 109 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 109 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَاتَّبِعْ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ 109
ترجمه:
او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى یونس ۱۰:۱۰۹
تفسیر:
ای رسوله! د هغه څه پيروي وکړه چې پالونکی يې دې درته وحي کوي او عمل پرې وکړه، او له قوم څخه دې د هغه چا پر تکليف چې مخالفت دې کوي او د کوم څه پر رسولو چې امر درته شوی د هغو پر رسولو صبر وکړه، همدغه ته دوام ورکړه ترڅو الله د هغوی ترمنځ په خپله پرېکړه سره پرېکړه وکړي چې په دنيا کې د هغوی پر خلاف ستا مرسته کول دي او په آخرت کې هغوی ته سزا ورکول دي که چېرې پر کفر مړه شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 108 راتلونکې هود • آیت 1