Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 108 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 108 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ 108
ترجمه:
ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه دخپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم یونس ۱۰:۱۰۸
تفسیر:
ای رسوله! ووايه: ای خکو! بېشکه د خپل پالونکي لخوا نازل کړل شوی قران درته راغی، څوک چې په سمه لاره شو او ايمان يې پرې راوړ؛ نو ګټه يې همغه ته ور ګرځېدونکې ده، ځکه الله د بندګانو له پيروۍ بې پروا دی، څوک چې لارورکی شو؛ نو د لارورکۍ اغېز يې يوازې پرخپل ځان دی، الله ته يې د بندګانو سرغړونه زيان نه رسوي، ته پر هغوی څارونکی نه يې، زه مو کړنې څارم او پر هغو حساب درسره کوم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 107 راتلونکې یونس • آیت 109