Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 107 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 107 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 107
ترجمه:
او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى یونس ۱۰:۱۰۷
تفسیر:
ای پېغمبره! که چېرې الله کوم کړاو درته ورسوي او د ګرځولو طلب یې درڅخه وکړای شي؛ نو له هغه پاک ذات پرته بل کوم ګرځوونکی نشته، که هغه د کومې پېرزوينې ارداه درته ولري؛ نو څوک نشته چې د هغه پېرزوينه در څخه وګرځوي، له بندګانو چې چاته وغواړي خپله پېرزوينه ورته رسوي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته او له بندګانو يې د هغه چا لپاره ډېر بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 106 راتلونکې یونس • آیت 108