او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته (دا) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې یونس ۱۰:۱۰۶ ⧉
تفسیر:
ای پېغمبره! له الله پرته بتان، مجسمې او نور هغه شيان مه رابوله چې نه د ګټې واک لري چې ګټه درته ورسوي او نه د زيان چې زيان درته ورسوي، که چېرې دې د هغو عبادت وکړ؛ نو هغه مهال به ته له ظالمانو د الله پر حق او ځانو پر حق له تيري کوونکو څخه وې.