او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه یونس ۱۰:۱۰۵ ⧉
تفسیر:
همدارنګه يې ماته امر کړی چې پر حق دين نېغ واوسم او ثابت پرې پاتې شم له ټولو اديانو هغه ته راکوږ وم، زه يې له دې څخه منع کړی يم چې پر هغه له شرک کوونکو څخه شم.