سوره النجم (ستوری) (آیت 32)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
53
النجم(النجم)، آیت ۳۲
الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ
هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى (۳۲)
تفسیر
هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به د لويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله د پراخه بخښنې څښتن دی، د بنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې د ميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو د تقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: