Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النجم — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

النجم • آیت نمبر 32 (ټولې 62 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ 32
ترجمه:
هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى النجم ۵۳:۳۲
تفسیر:
هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به د لويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله د پراخه بخښنې څښتن دی، د بنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې د ميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو د تقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النجم • آیت 31 راتلونکې النجم • آیت 33