Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النجم — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

النجم • آیت نمبر 31 (ټولې 62 آيتونه) • پښتو


وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى 31
ترجمه:
او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده النجم ۵۳:۳۱
تفسیر:
او د ملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې د کوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النجم • آیت 30 راتلونکې النجم • آیت 32