Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 107 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 107 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ 107
ترجمه:
په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زمهریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي هود ۱۱:۱۰۷
تفسیر:
تل به پکښې اوسيږي، نه به ترې اېستل کيږي تر څو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله له موحدو ګناهکارانو څخه د چا اېستل وغواړي، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د هغه څه ښه ترسره کوونکی دی چې ويې غواړي، هغه پاک ذات لره کوم بد ګڼونکی نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 106 راتلونکې هود • آیت 108