Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 108 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 108 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَأَمَّا الَّذِينَ سُعِدُوا فَفِي الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ ۖ عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ 108
ترجمه:
او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا (وركړه) ده هود ۱۱:۱۰۸
تفسیر:
او کوم چې نېکمرغه خلک دي، چې د خپل ايمان او کړنو د ښه والي له امله يې نېکمرغي د الله لخوا تېره شوې ده، هغوی به په جنت کې وي، تل به پکښې اوسيږي ترڅو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله د مومنو ګناهکارانو څخه د چا اور ته ننه اېستل وغواړي، بېشکه د الله پېرزوينې د جنتيانو لپاره نه پرې کېدونکې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 107 راتلونکې هود • آیت 109