Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 110 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 110 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ 110
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي هود ۱۱:۱۱۰
تفسیر:
بېشکه موسی عليه السلام ته مو تورات ورکړ، خلکو پکښې اختلاف وکړ؛ نو ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو کفر وکړ، که چېرې د الله مخکېنۍ پرېکړه نه وای چې په سزا کې بيړه نه کوي بلکې د حکمت له امله يې د قيامت تر ورځې وروسته کوي، هرومرو به په دنيا کې پر هغوی هغه سزا نازله شوې وای چې وړ يې دي او بېشکه له کافرانو يهود او مشرکان د قرآن په اړه په زړه نازړه کوونکي شک کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 109 راتلونکې هود • آیت 111