Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 111 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 111 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَإِنَّ كُلًّا لَمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَالَهُمْ ۚ إِنَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ 111
ترجمه:
او بېشكه هره ډله (د مومنانو او كافرانو) كله چې وخت راشي (په قيامت كې، نو) خامخا لازماً به دوى ته د دوى رب د خپلو عملونو پوره پوره جزا (بدله) وركړي، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې دوى يې كوي ښه خبردار دى هود ۱۱:۱۱۱
تفسیر:
او هر يو له اختلاف کوونکو چې يادونه یې وشوه، ستا رب دوی ته ای پیغمبره د دوی د کړنو د سزا تمه لري، نو څه چې خیر وي، د هغې بدله به خیر خیر وي، او څه چې بد و نو سزا به یې هم بده وي، ، پرته له شکه الله د هغه څه پر باريکيو ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 110 راتلونکې هود • آیت 112